د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راټواټه وايي، له افغانانو سره به د نړۍوالې ټولنې مرستې دوام و لري.
د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اندریکا د رییس الوزرا له اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې د طالبانو حکومت له چارواکو غوښتي چې مستحقو افغانانو ته د دې مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.
اخوا، د ریاست الوزرا اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي په دغه کتنه کې له افغانانو سره د نړۍوالې ټولنې د همکاریو مننه وکړه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30899